د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د ناروې د سره صلیب له سکرتر جنرال سره ولیدل

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۱۲:۱۸
ملا نورالدين ترابي سرپرست معاونيت جمعيت هلال احمر افغاني با سكرترجنرال صليب سرخ كشور ناروي ديدار نمود!

نن یکشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۳مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي کابل کې د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ناروې هېواد د سور صلیب له سکرتر جنرال ښاغلي برنټ اپیلاند سره د افغاني سرې میاشتې په اړوندو موضوعاتو لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د ناروې د سره صلیب سکرتر جنرال ښاغلي برنټ اپیلاند له افغاني سرې میاشتې سره د روغتیا په برخه کې ګڼې ژمنې وکړې. نوموړي وویل، چې د ناروې سور صلیب به په ۲۰۲۲ کال کې د افغاني سرې میاشتې ۴۶ ثابتو کلینیکونو ته د اړتیا وړ هر ډول درمل ورکوي او له افغاني سرې میاشتې سره به د نورو ثابتو کلینیکونو په جوړولو کې رغنده مرکزي رول ترسره کوي.

ښاغلي برنټ اپیلاند ژمنه وکړه، چې دوی به په ۲۰۲۲ کال کې د افغاني سرې میاشتې د ټولو کلینیکونو د کارکوونکو معاش ورکوي. نوموړي د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي ته ژمنه ورکړه، چې د افغاني سرې میاشتې د ثابنو کلینیکونو ترڅنګ به د ګرځنده کلینیکونو د اکمالاتو، اکمالاتي موټرو او تنخواګانو په برخه کې هم ونډه واخلي او هم به له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي، چې څو نور ګرځند کلینیکونه رامنځ ته کړي. ښاغلي برانډ ژمنه وکړه، چې دوی به د افغاني سرې میاشتې ګرځنده کلینیکونو ته پینځه هغه موټر ورکړي، چې د ګرځنده کلینیکونو تنظیم په کې شوی. برنټ اپیلاند وویل، چې د ناروې سور صلیب به په ۲۰۲۲ کال کې ددې ټولو ترڅنګ کابل کې د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د کورونا د څانګې بشپړ اکمال هم کوي.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ډاکتر محمد نبي برهان، د نړیوالو اړیکو رییس ښاغلی غلام حبیب حسام او د ناروې د سره صلیب د پېښو د مدیریت رییس مارکوزدیاز هم ګډون درلود. د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي له لوري د ناروې د سره صلیب د ژمنو هرکلی وشو او ژمنه ورکړل شوه، چې دوی به په بشپړ شفافیت د ناروې هېواد روغتیایي مرسته اړمنو وګړو ته ورسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۹:۲۳
Background image

نورستان کې د مرستو د وېش پنځمه ورځ؛ ۲،۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله د اغېزمنو شوو کورنيو سره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ په پنځمه ورځ هم دوام لري، چې نن هم د اور مړو او کمو سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۳۱
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او ناروې سره صلیب ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه ناسته وشوه

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د هغه مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ناروې سره صلیب د عملیاتي چارو له مسؤول ښاغلي هلکان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۸
Background image

پکتیا کې له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د اووه ولسوالیو (ډنډِ پټان، څمکنۍ، لجه منګل، آریوب ځاځي، میرزکه، وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ) له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د. . .

BACK TO NEWS