په ارزګان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۲۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۲۰:۲۰
په ارزګان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۲۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

د ارزګان ولایت په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په روانه اونۍ کې له ۲۲۵۰ اړمنو، بې سرپرسته، وچکالۍ ځپلو او بې ځایه شویو کورنیو سره تر دا مهاله د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته شوې.

ددې مرستو پیل د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۷مه وشو، چې په کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرغومي پر ۱۷مه، ۸۵۰ کورنیو ته د مرغومي پر ۱۸مه او ۹۰۰ کورنیو ته پرون د مرغومي پر ۱۹مه یاده مرسته وویشل شوه. ټاکل شوې په څو ورځو کې به په ارزګان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پیل شوې مرسته ټولټال ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

 

په ارزګان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۲۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

 

په ارزګان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۲۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

BACK TO NEWS