خوست !

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۵:۳۵
خوست !

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ زلزله ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې د مرستو په دوام پرون ١٠٠ زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو د جوړښت لپاره د ٢٢،٦٠٠،٠٠٠ افغانیو نغدي مرستې د ویش بهیر پیل شو. دغه نغدي مرسته به په ٣ پړاوونو کې یادو زلزله ځپلو کورنیو ته ورکړل شي، چې تېره ورځ هرې کورنۍ ته ٦٨٠٠٠ افغانۍ ورکړل شوې. پاتې مرسته به د کورونو د جوړښت د ٣٠ سلنه چارو له بشپړیدو وروسته ورکړل شي. په دغه نغدي مرسته به هره کورنۍ د ځان لپاره دوه کوټې، یو پخلنځی، یو تشناب او یو دهلیز جوړوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS