ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۳ میلیونه او ۶۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه نغدي مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د عاجلو ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
