کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه
یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه، چې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، ۶۴ تنو روغتیاپالانو پکې ګډون کړی و. ټاکل شوې ده، چې د بشپړ عدالت او روڼتیا له مخې د تحریري ازموینې د پایلو له ارزونې او د تقريري ازموینې له ترسره کېدو وروسته به مخکښ نوماندان په ګوته او پر یاد بست به وګمارل شي.
