سمنګان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۵۰ زده کوونکي فارغ شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۶:۳۷
kjh

پنجشنبه، ۲ رمضان ۱۴۴۷
د سمنګان ولایت د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اسلامي ښوونې او روزنې، ریاضي او انګلیسي برخو ۱۵۰ تنه زده کوونکي د شپږ میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.

په یاد ښوونیز مرکز کې اوسمهال شاوخوا ۳۰۰ تنه هغه زده کوونکي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو هغوی خپلې وړتیاوې لوړې کړي او د مسلکي مهارتونو پر مټ خپل روښانه راتلونکی تضمین کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۱:۳۷
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې د سترګو ناروغ ماشوم سره د درملنې لپاره نغدي مرسته وکړه

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور په هدایت، د تخار ولایت له یوه ماشوم سره، چې د سترګو په سختې ناروغۍ اخته و، د درملنې لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۱۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بلخ او سمنګان د اوبو پروژې د پرانیستې لپاره مزار شريف ته ورسېد

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلی حافظ عزیز الرحمن د بلخ او سمنګان ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو د پروژو د پرانیستې په موخه مزارشریف ښار ته ورسېد.

ټاکل شوې ده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۹:۳۵
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې د مشمولینو تولیداتو ته د بازار موندنې پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په نوښت د مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو او بې‌ سرپرسته کورنیو د تولیداتو د بازارموندنې او ملاتړ په موخه پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

. . .

BACK TO NEWS