د یوتن خیرپال هېواد وال له لوري افغاني سرې میاشتې تولنې سره نغدې مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ - ۱۵:۲۶
مساعدت پول نقد از طرف يك تن از هموطنان خير انديش با جمعيت هلال احمر افغاني

ښاغلي همایون د رحمت ګل زوی د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق "خالص" ته ۱۱۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وسپارله.

د یادونې وړه ده، چې نوموړي هېوادوال له دې وړاندې هم په لومړي ځل ۳۳۰۰ ډالره، په دوهم ځل ۲۹۸۰ امریکایي ډالره او دادی اوس یې یو وار بیا ۱۱۵۰۰۰ زره افغانۍ مرسته ترسره کړه او په راتلونکي کې یې هم له سرې میاشتې سره د ورته مرستو ژمنه وکړه.

په مقابل کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د نوموړي له مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې یاده مرسته به یې په شفاف ډول په بېوزلو او اړمنو هېوادوالو ووېشي.

 

مساعدت پول نقد از طرف يك تن از هموطنان خير انديش با جمعيت هلال احمر افغاني

 

مساعدت پول نقد از طرف يك تن از هموطنان خير انديش با جمعيت هلال احمر افغاني

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS