د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون له مشر سره وکتل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۹
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون له مشر سره وکتل

چهارشنبه، ۲۸ جمادی‌الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشرښاغلي حسام فیصل او د پروګرامونو له مسؤول احمد سلیمان سره د بشري خدمتونو د پیاوړتیا او  په ګډو چارو کې د ښې همغږۍ په موخه وکتل.
 ناسته کې حافظ عزیزالرحمن د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې، د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو کورنیو  بېړنیو اړتیاوو ته په کتو یې د مرستو په زیاتوالي ټينګار وکړ او دې برخه کې یې د ګډو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي فیصل د افغاني سرې میاشتې خدمتونه وستایل او په بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS