ا‏فغاني سرې مياشتې د کندهار نمايندګۍ او زون کارمندانو د کندهار ولايت د سپین بولدک ولسوالۍ کی د دوه سوه پنځه ویشت (۲۲۵) سيلاب ځپلو کورنیو سروې تر سره کړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۲:۹
ا‏فغاني سرې مياشتې د کندهار نمايندګۍ او زون کارمندانو د کندهار ولايت د سپین بولدک ولسوالۍ کی د دوه سوه پنځه ویشت (۲۲۵) سيلاب ځپلو کورنیو سروې تر سره کړه

د روان کال ۱۴۴۴ه ق د محرم الحرام په لومړۍ نیټه د افغاني سرې مياشتې د کندهار زون او د کندهار نمايندګۍ کارمندانو او رضاکارانو ‏په سپین بولدک ولسوالۍ کی چې د تیرماښام د سختو بارانونو او سيلابونو له امله ډیره زیاته زیانمنه شوی او خلکو ته ډیر مالي تاوانونه اووښتي، سروې ترسره کړه، د افغاني سرې مياشتې کارمندان او رضاکار سپین بولدک ولسوالۍ کی دخلکو په لاسنیوي، ډاډګیرنې او سروې بوخت دي. ‏د کندهار زون او نماینده ګۍ څخه څلور ټيمونو په نوموړې سروې کي برخه لري، په دی غمجن ناورین کې سره میاشت د خپلو هېواد والو سره ځان شريک بولې، دسروې په جریان کي د کندهار زون رئیس محترم الحاج حاجی اخترمحمد (خادم) او مل پلاوي شتون درلود، د سروی ترڅنګ یی د زیانمونو هیواد والو سره همدردی ‏او د تخریب شویو کورونو څخه یې لیدنه وکړه او د پوره همکاریو ډاډ یې ورکړ، ځايي خلک د سرې میاشتې د رهبرۍ په لیدو خوښ شول. سروې شوی سیمې په دي ډول دي: مرکز او و لسوالۍ کی: بهرام کلي، حاجي اخترمحمد، حیات الله، حاجي کابلی، مسلم، طالب اکا، ښایسته کلى، لالی اباد او یارمحمد کلی. ‏چی وروسته د سروې به ورته مرستې وویشل شي.

 

ا‏فغاني سرې مياشتې د کندهار نمايندګۍ او زون کارمندانو د کندهار ولايت د سپین بولدک ولسوالۍ کی د دوه سوه پنځه ویشت (۲۲۵) سيلاب ځپلو کورنیو سروې تر سره کړه

 

ا‏فغاني سرې مياشتې د کندهار نمايندګۍ او زون کارمندانو د کندهار ولايت د سپین بولدک ولسوالۍ کی د دوه سوه پنځه ویشت (۲۲۵) سيلاب ځپلو کورنیو سروې تر سره کړه

 

ا‏فغاني سرې مياشتې د کندهار نمايندګۍ او زون کارمندانو د کندهار ولايت د سپین بولدک ولسوالۍ کی د دوه سوه پنځه ویشت (۲۲۵) سيلاب ځپلو کورنیو سروې تر سره کړه

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS