ارزګان

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۹:۴۲
ارزګان

د روان سخت ژمي په درشل کې نن جمعه، د جمادی الاولی په ۱۵مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د بشري مرستو پر دوام د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ۴۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریجې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه او یو پاکټ BP5 بسکوټ شامل وو. د یادونې وړ ده چې تیره ورځ هم د افغاني سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت په مرکز کې ۴۵۰ بیوزله او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ويشل شوى وه‌.

 

 

ارزګان

 

 

ارزګان

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS