د کابل منتخب ټیم لپاره د پنګ بانک ۱۲ پړاویزې سيالۍ پای ته ورسیدې!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۱:۴۵
دوازدهمین دور مسابقات پنک پانک تیم منتخب کابل به پایان رسید !

نن شنبه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د ليندۍ پر ۶مه نېټه د کابل منتخب ټيم لپاره ۱۲ پړاویزې پنګ پانګ سیالۍ چې ټولټال ۷ ټيمونو او ۴۰ تنو لوبغاړو په کې ګډون درلود د افغاني سرې میاشتې ټولنې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې اړوند په جوړ شوي محفل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس الحاج مولوي مطیع الحق خالص، د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې رییس انجينر نظر محمد مطمین او د سپورت او بدني روزنې یو شمېر مينه والو ګډون کړی و.

د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د المپيک ملي کمېټې رییس او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې تولنې د ورزشکارانو له غوره کارکردګۍ ستاینه وکړه او دوی یې په راتلونکي کې منظم او دوامداره ورزش ته وهڅول. نوموړي وویل، چې ورزش د صحت او سلامتۍ ضامن دی او سلیم عقل په سالم وجود کې وي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې رییس انجينر نظر محمد مطمین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دولسم پړاو سیالیو په برابرولو کې یې هر اړخیزه مرسته ترسره کړې ده. نوموړي همدا راز په ټولو ورزشکارانو غږ وکړ ترڅو له ځان سره یوځای نور ځوانان هم ورزش ته وهڅوي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د واليبال، فوټبال او تکواندو ټیمونو له لوري نمایش وړاندې شو او د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته د ستاینليکونو په ورکولو پروګرام د اتلولۍ د کپونو په وېش پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS