بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د رواني ناروغانو د ساتنې مرکز ارزونه وکړه
چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ارزونه وکړه.
د ارزونې پر مهال، نوموړي د رواني ناروغانو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو کیفیت، د تفرېح ځایونه، پخلنځی، د پخو خوړو د وېش بهیر او د استوګنځایونو وضعیت له نږدې وڅېړه.
ښاغلي مرستیال مسؤولینو ته له ناروغانو سره پر ښه او انساني چلند، د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسېدنې او د پاکوالي په برخه کې پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ او د مرکز د کارکوونکو هڅې یې وستایلې.
همدارنګه، نوموړي د مرکز د مسؤولینو له لوري د موجوده ستونزو راپور واورېد او ډاډ یې ورکړ، چې د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي، څو ستونزې په اساسي ډول حل او د مرکز خدمات لا اغېزمن او منظم شي.
تمه ده، چې د مشرتابه له لوري دا ډول لیدنې، ارزونې او سپارښتنې به د مرکز د فعالیتونو د لا ښه والي، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ناروغانو اړتیاوو ته د پر وخت او اغېزمنې رسېدنې په برخه کې مهم او مثبت اغېز ولري.
