کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د انجینرۍ دوو بستونو لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۴۴
K

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دوو بستونو (د ودانیو ډیزاین انجینر او د سروې او نقشه ‌بردارۍ انجینر) لپاره د وړ او مسلکي کسانو د ګومارنې په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، چې ۴۲ نوماندانو پکې ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده، چې د تحریري ازموینې د پایلو تر ارزونې او تقريري ازموینې وروسته به د شفافیت او عدالت له مخې وړ نوماندان پر یادو بستونو وګمارل شي.

افغاني سره میاشت د شفافو اداري پروسو او رقابتي ازموینو له لارې هڅه کوي د بېلابېلو مسلکي برخو لپاره وړ کادرونه جذب او خپل اداري ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۴۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د انجینرۍ دوو بستونو لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دوو بستونو (د ودانیو ډیزاین انجینر او د سروې او نقشه ‌بردارۍ انجینر) لپاره د وړ او مسلکي کسانو د ګومارنې په موخه له. . .

BACK TO NEWS