پنجشیر کې له تیرو دوو اونیو راهیسې ۱۱۱۲ تنو ته روغتيايي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې پشغور ثابت روغتیایې کلینک له تیرو دوو اونیو راهیسې پنجشیر ولایت خنج ولسوالۍ کې ۴۴۸ بیوزله هیوادوال په وړیا توګه معاینه او تداوي کړي. همدارنګه يي ۸۶ ماشومانو او ښځینه وو ته مختلف واکسینونه تطبیق کړي، ۹۵ ناروغانو ته یی زرقیات او پانسمان ترسره کړی. په ورته مهال یې ۵۹ ماشومانو د خوارځواکۍ اړوند خدمات وړاندې کړي. ۵۲ ښځینه وو ته یې د ولادت او نورو ۴۸ ته یې د مور او ماشوم روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کړي. همداراﺯ يي ۳۲۲ تنو ته د روغتیا ساتنې اړوند عامه پوهاوى ورکړی.
