پروان ولایت له دوه ښوونځیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال د میاشتې پر ۲۵مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د نړیوال فدراسیون په مرسته د پروان ولایت د چاریکار ښار اړوند دوه ښځینه ښوونځیو لیلا صراحت او تجربوی سره ۱۹ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې د اوبو د ازمایښت آله، ۱۱ څوکۍ، یو سطل، یوه اشغال داني، یو مېز، ۲ درجنه پیالې، ۳ ترموزه، یوه ګاز ډبه، یو پطنوس، یوه چای جوشه، ۲ قندانۍ، یو د اوبو ترموز، یوه سپینه تخته، یو استپلر، ۱۰ کتابچې، ۱ درحن قلمونه، ۲ مارکره او یوه باد پکه شامل وو.

