د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۹:۲
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

نن دوشنبه د رجب میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي نېسېفور مګینډي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د جلب په موخه ناسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس دوى ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په خپلو څرګندونو کې د نړيوال فدراسيون څخه   د ژمي په درشل کې له سړې هوا د اړمنو او بېوزله وګړو د ژغورنې په پار د ژمنۍ البسې برابرولو غوښتنه هم وکړه.
ورپسې د نړیوال فدراسیون مشر په خپلو خبرو کې د فنلینډ او جاپان هېوادونو له لوري د غیرې خوراکي توکو د مرستې برابرولو ترڅنګ د برتانیې هېواد له لوري هم نیږدې راتلونکي کې د غیرې خوراکي توکو د مرستې رارسېدو خبره وکړه.
همدارنګه د افغاني سرې مياشتې پلاوي چې په وروستيو کې جینوا ته سفر کړى وه، هلته د ترسره شوي کنفرانس څخه ترلاسه شوي معلومات د ياد پلاوي له لوري د مرکز او زونونو له کارکوونکو سره د ورکشاپ له لارې د شریکولو او د نړيوال فدراسيون له لوري د ترکیې هېواد په انقره کې د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې د ۵ کسانو د روزنې ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۹:۵
Background image

پکتيا کې د بې سرپرستو کورنيو لپاره د افغاني سرې مياشتې مرستون پرانيستل شو

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
پکتيا ولايت کې د سويل ختيځ زون په کچه د افغاني سرې مياشتې له لوري د بې سرپرستو او اړمنو کورنيو د پالنې او ساتنې په موخه نوی جوړ شوی مرستون رسماً پرانيستل شو.
ياد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۴:۱۲
Background image

پروان او سمنګان کې د پېښو مدیریت شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان او سمنګان ولایتونو په نماینده‌ ګیو کې ۵۰ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځني ۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

کونړ کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۴۶ زده‌کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
د کونړ ولایت د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي، لیک لوست او کمپیوټر برخو ۴۶ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو. . .

BACK TO NEWS