عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي شبکې د اجرائیوي رئیس ښاغلي نجم الدین نجم او مل پلاوي سره اړمنو هېوادوالو ته د بشري خدمتونو د پراختیا برخه کې د همغږۍ کچې د لوړولو په موخه وکتل. 
ناسته کې عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په کچه اړمنو، پېښځپلو او راستنو شوو کډوالو ته د ترسره کېدونکو خدمتونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې افغاني سره میاشت له توپير پرته د هېوادوالو اړتیاوو ته په کتو بشري خدمتونه وړاندې کوي.
د اغاخان بنسټ اجرائيوي رئیس د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او له دې ادارې سره یې د راستنېدونکو کډوالو، زیانمنو شوو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي او ملاتړ برخه کې د ګډو بشري خدمتونو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS