په غزني ولایت زنخان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
د روان ۱۴۴۴ ه ق کال د محرم په اوومه نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د غزنی ولایت زنخان ولسوالي کې 500 سیلاب ځپلو کورنيو ته د ترکیې هېواد مرسته شوی خوراکي توکی وویشل شو. مرسته د افغاني سرې میاشتې، د ترکیې هېواد د (IHH) نړیوالې خیریه مؤسسې کارکونکو ،رضاکارانو او رسنيو په حضور کې ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې هيواد د خلکو له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته یوه بوجی اوړه، 10 لیتره غوړي، 1 کارتن خرما او یوه بسته خوراکی توکی شامل وو، وویشل. دغزني ولایتي څانګې ريس ښاغلي "شاکر" د دغه مرستو د وېش پر مهال د ترکې پلاوي تود هرکلی وکړ او د مرسته شویو خوراکی توکو په پار یې ترې مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې تر دې یوه ورځ مخکی هم د غزنی په ده یک ولسوالۍ کې 500 سیلاب ځپلو کورنیو ته د ترکیې هېواد خوراکی مواد ویشل شوی وو.