د افغاني سرې میاشتې له لوري په دره نور ولسوالۍ کې د مرستې په موخه د ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنيو سروې سرته ورسيده!

د ربيع الاول په ۵مه افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په مختلفو کليو کې د ۱۰۰ ﺯلزله ځپلو کورنيو چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو سروې ترسره شوه.یادو ځپل شوو کورنیو ته به په نږدې راتلونکي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شي.

