د افغاني سرې میاشتې له لوري آلمان ته له لېږل شویو ناروغو ماشومانو ۵۰ تنه بېرته کابل ته راستانه شول!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۱:۳۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري آلمان ته له لېږل شویو ناروغو ماشومانو ۵۰ تنه بېرته کابل ته راستانه شول!

یاد ماشومان یا په اور سخت سوځیدلي وو او یا یې د هډوکو د مکروب ناروغي درلوده، چې تېر یو کال کې آلمان ته لېږل شوي وو. خپلو کورنیو د بېرته سپارلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ماشومانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او بېرته راستنیدو مبارکي وویله او "د سولې کلي" په نوم د آلمان له خیریه بنسټ یې مننه وکړه، چې له ۱۳۶۸ل کال څخه راپدېخوا له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د دغو ماشومانو د درملنې د بهیر په پر مخ وړلو سربېره په ځینو نورو بشري برخو کې هم افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکوي". نوموړي وویل "د بېرته راستنو شویو ماشومانو روغتیایي مراقبت افغاني سره میاشت کوي او دوی ته د اړتیا وړ درمل وخت پر وخت رسوي، خو له کورنیو مو هم غوښتنه ده چې د دوی مراقبت ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی د فزیکي مراقبت ترڅنګ د دوی اخلاقي مراقبت ته لازمه پاملرنه وکړي؛ ترڅو د همدې ماشومانو پر بنسټ سالمه ټولنه ولرو".‌‌

 

د افغاني سرې میاشتې له لوري آلمان ته له لېږل شویو ناروغو ماشومانو ۵۰ تنه بېرته کابل ته راستانه شول!

 

د افغاني سرې میاشتې له لوري آلمان ته له لېږل شویو ناروغو ماشومانو ۵۰ تنه بېرته کابل ته راستانه شول!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۸
Background image

زابل!

وګړو ته د افغاني سرې میاشتې په اړه عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې میاشتې عمده فعالیت دی، په همدې موخه، نن يکشنبه د ربيع الأول پر ۹ مه د افغاني سرې مياشتې زابل ولایت په ښوونیز مرکز کې ۲۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۴
Background image

پکتيا!

ټول هېواد کې ۲۴۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د نغدي مرستې بهیر کې نن او پرون د ربيع الأول د مياشتې پر ۸ مه او ۹ مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتيا ولایت په مرکز او ۵ ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته په شپږ ورځني سفر ولاړ!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته په شپږ ورځني سفر ولاړ. نوموړی به په دې سفر کې د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ د غړو هېوادونو د ملي ټولنو د مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS