د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته په شپږ ورځني سفر ولاړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۰
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته په شپږ ورځني سفر ولاړ!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته په شپږ ورځني سفر ولاړ. نوموړی به په دې سفر کې د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ د غړو هېوادونو د ملي ټولنو د مسؤلینو په مشورتي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره هم لیدنې ترسره کړي. د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ د غړو ملي ټولنو په یاده غونډه کې به په نړیواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران د ستونزو او هغوی ته د حل لارو موندلو پر لارو چارو بحث ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۹:۲
Background image

ارزګان!

نن د جمادی الأولی د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې د ارزګان ولایت په ښوونیز مرکز کې د حوادثو او روغتیایي لومړنیو مرستو رضاکارانو ته یوه ورځنۍ غونډه دايره شوه.یاده غونډه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۸:۵۳
Background image

کندهار!

افغاني سرې میاشتې د آلمان هېواد د سولې کلي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د کندهار ولايت په مرستون کې د (۲۱۰۰۰۰۰) دوه میلیونه او سل زره افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره او د ماشومانو د لوبو. . .

BACK TO NEWS