د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل دوحه کې دوه اړخیزه ناسته وشوه!

Website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل دوحه کې دوه اړخیزه ناسته وشوه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل ښاغلي سلطان بن احمد العسیري ترمنځ دوحه کې افغانستان کې پر بشري مرستو، روغتیایي خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته وشوه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل "افغانستان ۴۰ کلنو جګړو له هر اړخه ځپلی او لاسنیوي ته اړتیا لري؛ له مرسته کوونکو بنسټونو مو هیله ده د افغانانو لاسنیوی وکړي او د بېوزلو افغانانو ترڅنګ ودرېږي". نوموړي وویل "له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده، چې افغاني سره میاشت یې په یوازې ځان توان نه لري؛ زمونږ هیله ده بشرپال بنسټونه افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي؛ ترڅو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې وس ومومي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له قطر فنډ هیله وکړه، چې د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او د رواني ناروغانو درملنه او ساتنه کې افغاني سرې میاشتې ته د همکارۍ لاس ورکړي او افغانستان کې د وړو د مرستې پروژه د سرې میاشتې له لارې پلې کړي. د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل ښاغلي سلطان بن احمد العسیري د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل "مونږ له افغانانو سره د مرستې هیله لرو او هڅه کوو، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانانو لاسنیوی وکړو او د زرګونو ټنو اوړو د مرستې پروژه د افغاني سرې میاشتې له لارې تنظیم او پلې کړو".

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل دوحه کې دوه اړخیزه ناسته وشوه!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۲۱:۴۰
Background image

نورستان !

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې ۵۲ زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه. یاده مرسته کې ټولټال ۳۱۲ کمپلې، ۵۲ ترپالونه، د پخلنځي د لوښو ۵۲بستې، ۶۲۴ کلچې صابون، ۵۲. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۲۱:۱۹
Background image

ننګرهار!

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ سیدان عربي کلي کې د باران له امله د یو کور د چت راپرېوتو پېښې سرې میاشتې ته مسؤلیت راجع کړ، چې بېړنی ګام پورته کړي او د زیانمنې کورنۍ لاسنیوی وکړي، ځکه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۱:۵۱
Background image

پکتیکا!

افغاني سرې میاشتې له لورې پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ تشنکى او شېرو راغه سيمو کې د ۵۰ کورونو د ترمیم سروې پيل او د کورونو د جوړولو نقطې په GPS سیستم په نښه شوې. چې د یادې سروې تر بشپړیدو. . .

BACK TO NEWS