د افغاني سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ځوانانو کلپ د یاد ولایت په خنج ولسوالۍ کې له تنکیو ځوانانو د کانکور آزمایښتي آزموینه واخیسته!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۴:۱۸
کلوپ جوانان ولایت پنجشیر از جوانان ولسوالی خنج این ولایت امتحان آزمایشی کانکور گرفت!

د هېواد تنکیو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابرول د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کېږي. په همدې موخه د روان سپوږمیز کال د ربیع الاول پر ۴مه د افغاني سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ځوانانو کلپ د یاد ولایت په خنج ولسوالۍ کې له تنکیو ځوانانو د کانکور آزمایښتي آزموینه واخیسته. په یاده آزموینه کې، چې د افغاني سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ریاست په نوښت د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د دخنج ولسوالۍ دمرکﺯي لېسې په انګړ کې په لار اچول شوې وه؛ د یادې ولسوالۍ د ګڼو ښوونځیو ﺯده کوونکو ۴۵ تنه دولسم فارغانو په کې ګډون کړى وو.د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د افغاني سرې مياشتې له لورې په شتل، باﺯارک، دره و آبشار ولسواليو کې ورته آﺯمايښتي اﺯموينې په لار اچول شوې وې چې د ښوونځيو د ﺯده کوونکو او دمعارف د منسوبينو لخوا په مينه بدرګه او وستايل شوې.

کلوپ جوانان ولایت پنجشیر از جوانان ولسوالی خنج این ولایت امتحان آزمایشی کانکور گرفت!

 

کلوپ جوانان ولایت پنجشیر از جوانان ولسوالی خنج این ولایت امتحان آزمایشی کانکور گرفت!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۱۲
Background image

هرات

 د جمادي الآخره د میاشتې پر ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو سره د ۳۵۰ ترکي بخاریو او ۱۷۵ ټنه د ډبرو سکرو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۲
Background image

پکتیکا

‏د افغاني سرې میاشتې له لوري د جمادي الآخره د میاشتې پر ۱۷مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۶ کورنیو سره د تشنابونو جوړولو په موخه په وروستي پړاو کې په ټولیز ډول د ۲۷۵۲۰۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۴۱
Background image

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار کې د یوه ثابت روغتون د احاطې د جوړښت ډبره کېښوده

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولت اباد سیمه کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په لاس د شاوخوا دوه نیم میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د وګړو. . .

BACK TO NEWS