جوزجان کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له بشري مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۸:۱۲
J

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار ۵۰۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له بشري مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته، چې د ازبکستان هېواد له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۸ کیلو وریژې، ۹ کیلو بوره، ۴.۵ کیلو مکروني، ۳۸ پاکټه آش، ۵ کیلو بیسکوېټ، د حفظ الصحې او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شول.

د دې مرستې له لارې به د یادو کورنیو لومړنۍ او د خوراکي او غیر خوراکي توکو لنډمهاله اړتیاوې تر یو حده پوره شي.

افغاني سره میاشت د راستنو شویو هېوادوالو پر وخت لاسنيوی کوي او د هغوی د ژوند د ښه والي لپاره لازمې بشري آسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

کابل؛ روغتیاپالانو ته د ناروغیو د ملي څارنې او غبرګون په اړه درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل، هرات، نیمروز، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو ۱۲ تنو روغتیاپالانو ته د ناروغیو د ملي څارنې او غبرګون تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۶
Background image

کابل؛ د روغتيا او لومړنيو مرستو د روزونکو لپاره څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کندهار، اروزګان، زابل، هلمند، پکتيکا، کونړ او ننګرهار ولايتونو د روغتيا او لومړنيو مرستو د ۳۵ روزونکو لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

پروان؛ ۱۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ ۱۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

د مرستو په لړ کې هغو ۹ کورنیو ته، چې د. . .

BACK TO NEWS