تېره يوه مياشت کې زرګونو پنجشېر مېشتو ته بنسټيز روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي
سې شنبه، ١٨ جمادى الآخره ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پنجشير ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٠٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣٠٩٠ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
