بلخ:
افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اړوند د بېلابېل سیمو ۲۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د ۷ قلمه خوراکي توکو مرسته ویشل پیل شول. له یادې مرستې د علم خېل، بابه یوسف، بوکه، شیختاش تیمور، خسپک، سالارزی، ګدای خېل او غونډۍ کلیو ۴۰۰ کورنیو ته پرون مرسته ویشل شوې.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو بوره، ۱۰ لیتره غوړي او یو شمېر نور توکي شامل دي. ټاکل شوې په اونۍ کې دننه به ۲۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته یاده ۷ قلمه مرسته وویشل شي.