لوګر؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ودانیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
Thu, Apr 16 2026 7:45 PM
Lo

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دې ولایت د نماینده ګۍ د نوې اداري ودانۍ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د کارونو د چټکتیا سپارښتنه یې وکړه.

نوموړي د نماینده ګۍ له رئیس او د پروژې له څارونکو وغوښتل، چې د رغنیزې پروژې بهیر په منظم او دوامداره ډول وڅاري، څو چارې له ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.

هغه همدارنګه د یادې ولایتي څانګې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو ترمنځ یې پر همغږۍ او منظم فعالیت ټینګار وکړ، څو چارې په اغېزمن ډول ترسره شي.

د مسؤولينو دا ډول لیدنې او ارزونې د پروژو د چټکتیا، کیفیت او اغېزمنتیا د تضمین ترڅنګ د کارونو د منظم تعقیب او همغږۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

Latest news

Thu, Apr 16 2026 8:22 PM
Background image

Logar: ARCS Vice President Reviews Progress of Construction Project

Thursday, April 16, 2026

 

During an official visit to Logar Province, the Vice President of the ARCS, Hafiz Azizur Rahman, inspected the construction work of the new administrative. . .

Thu, Apr 16 2026 7:22 PM
Background image

51 Rain-Affected Families Receive Emergency Assistance in Ghazni

Thursday, April 16, 2026

 

The ARCS provided emergency humanitarian assistance to 51 families affected by recent rainfall in Ghazni Province.

This assistance was distributed to. . .

Thu, Apr 16 2026 9:24 AM
Background image

Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients in Faryab

Thursday, April 16, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Faryab Province over the past 30. . .

BACK TO NEWS