د واورې ورښت له امله ننګرهار کې ۳۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه
شنبه، ۱۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د واورو د ورښت له امله ۳۴ زیانمنو شوو کورنیو سره څلور قلمه بېړنۍ غیر خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې شاملې وې.
دغه مرسته د سړې هوا له اغېزو د زیانمنو کورنیو د خونديتوب او بېړني لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه تل هڅه کوي، څو د پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي او ستونزو ته رسېدنه وکړي.
