لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې
یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د حفظ الصحې او ۳۷ کورنیو ته د انساني کرامت بستې ورکړل شوې.
دغه مرسته راستنو شوو کورنیو سره د روغتیایي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه ترسره شوه.
