ارزګان؛ له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره بشري مرسته وشوه
سه شنبه، ۴جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې له ۳۰۰ اړمنو، معلولینو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او بېړني لاسنیوي په موخه ۱۱ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، لس کیلو وریژې، پنځه کیلو بوره، دوه لیټره غوړي، دوه کیلو مکروني، دوه کیلو روب، پنځه چکۍ د ځان مینځلو صابون، یو د لوښو مینځلو د شامپو بوتل، یوه د روغتیا ساتنې بسته او نور اړین توکي ورکړل شول.
