بلخ؛ پر اړمنو بزګرانو څه کم ۱۹ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۷۵۰ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې اتلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۸،۷۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هر بزګر ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به بزګران وکولی شي، چې د کرنیزو وسایلو، اصلاح شوو تخمونو او د اوبو مدیریت ته لاسرسی پیدا کړي او د زراعت په برخه کې تر یوې اندازې پر ځان بسیا شي.