فراه؛ زرګونو بېوزلو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

چهار شنبه، ٣ ربيع الاول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د فراه ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٩٦٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣٣١٠ تنه ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.