د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
Sun, Aug 03 2025 11:52 AM
د کارموندنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location

هرات

د دندې عنوان:  د هرات نماینده ګۍ د نوي روغتیايي کمپ رواني سلاکاران ( کپل)
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای:  هرات
څانګه:  روغتیا
د بست ډول: قراردادي
جنسیت: نارینه/ښځینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر :  HR@0075
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۲/۱۳
۱۴۰۴/۵/۱۶
2025/Aug/7

د دندې موخې: د ټولنیز رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کول (لومړنۍ رواني مرستې)، د ګرځند روغتیایي ټیم د رضاکارانو ترمنځ همغږي او تنظیمول، د ټولنې له وګړو او مشرانو سره اړیکې ټينګول.

دندې او مسئولیتونه:

1.    رضاکارانو ته د MHPSS سیمه ییز فعالیتونه چمتو کول، د هغوی د پوهاوي کچه لوړول، د سپورت، تفریح او ټولنیزو فعالیتونو ترڅنګ PFA ته راجع کول.
2.    په ټولنه کې خلکو ته د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي او MHPSS خدمتونو په اړه معلومات ورکول.
3.    ډاډ ترلاسه کول، چې د بېړنۍ روغتیا د خوندیتوب، جنډر او شمولیت معیارونه په پام کې نیول شوي.
4.    په ټولنه کې له وګړو او قومي مخورو سره همغږي او اړیکې ټينګول، څو د MHPSS خدمتونه په ښه شکل وړاندې شي.
5.    زیانمنو شویو  سره لومړنۍ رواني مرستې ترسره کول.
6.    د ټولنې وګړو ته د MHPSS او خوندیتوب اړوند موضوعاتو ( رواني ستونزو، د مثبت او منفي میکانیزمونو، د رواني فشار مدیریت او له مخدره توکو د ځان ساتنې برخه کې د عامه پوهاوي غونډې دایرول.
7.    په اړونده برخه کې د عملیاتو پر مهال د خدمتونو نقشه برابرول لکه رواني، روغتیا، سرپناه، واش، خوندیتوب، معیشت او نور.
8.    د عملیاتو په سیمه کې د شریکانو تر منځ د راجع کولو د شبکې په پراختیا کې مرسته کول.
9.    په ټولنه کې هغه ماشومان او لویان پېژندل، چې د خوندیتوب او پالنې خدمتونو ته اړتیا لري.
10.    اړوندو څانګو سره اړیکې نیول او راجع شوي کسان څارل.
11.    هغه اشخاص او کورنۍ څارل، چې دوامداره او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.
12.    د ناوړه ګټې اخیستنې، استحصال او غفلت د قضیو د راپور ورکولو سیستمونو ته پراختیا ورکول.
13.    د رواني روغتیا متخصص ته رواني خدمتونو ته اړتیا لرونکي اشخاص ورپېژندل.
14.    د متمرکز غیر متخصص MHPSS خدمتونو ته اړتیا لرونکي اشخاص پېژندل.
15.    په ټولنه کې تکراري رواني ټولنیز مسایل په ګوته کول.
16.    د ټولنې په کچه د MHPSS له روزنیزو پروګرامونو ملاتړ کول او MHPSS د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې برخه اخیستل.
17.    د MHPSS څانګې له آمر سره همغږي او همکاري کول.
18.    د MHPSS رضاکارانو ته چې له MHT سره کار کوي، د خپلو فعالیتونو ورځني، اونیز او میاشتیني پلانونه چمتو کول.
19.    د MHPSS د څانګې آمر ته اونیز او میاشتینی راپور ورکول.
20.    له مستقیم څارونکي او رواني مدیر سره د روغتیایي خدمتونو چمتو کولو او همغږۍ پورې اړوند دندې تر سره کول.    
                                                                                                        
اړتیاوې: 

1.     ښځه او خاوند (کپل) چې کم تر کمه له لیسانس څخه فارغ وي.
2.    د رواني روغتیا کورسونه یې لوستي وي.
3.    د ارواه پوهنې یا ټولنیز ساینس PHPSS د روزنې برخه کې تجربه ولري. 
4.    په ملي ژبو خبرې وکولی شي او له انګلیسي ژبې سره بلدیت ته ترجیح ورکول کېږي.
5.    په ټولنه کې د ټولنیز کارکوونکي په توګه کاري تجربه درلودل.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬
‬‬‬‬‬0708623185

یادونه: نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.