د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرستې په توګه د ډاکتر نیلاب مبارز پیژندنه!

arcs_website_admin
Tue, Mar 23 2021 6:56 PM
معرفی محترم داکتر نیلاب مبارز به عنوان سرپرست جمعیت افغانی سره میاشت!

آغلې ډاکتر نیلاب مبارز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دوهم مرستیال جلالتماب قانونپوه سرور دانش له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست ریسې په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شوه.
پیژندغونډه نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر درېیمه نیټه د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د کابینې د درنو وزیرانو، د افغانستان د طبي شورا د ریس، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړو، د سرې میاشتې د بورډ غړو، د عمومي ریاست او سکرتر جنرال د مرستیالانو، په افغانستان کې د سره صلیب د کمیټې او د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د ریسانو، د ورته ملي ټولنو( قطر، کویټ، ترکیې، ناروې او کاناډا) د استازو، د مرکزي او سیمه ایزو دفترونو کارکوونکو، د ملي ټولنې رضاکارانو او غړو په ګډون سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي تالار کې دایره شوه.
په غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال وویل:
« سره میاشت د هیواد په کچه یواځنی بشرپال او خیریه بنسټ دی چې د ټولنې ترټولو اړمنو وګړو ته بشرپاله مرستې رسوي. ډاکتر نیلاب مبارز د هیواد یو علمي او ټولنیز کادر دی، چې په تیرو څلورو کلونو کې یې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرترجنرالې په توګه خپله دنده په خورا ښه ډول پر مخ وړې او پر خپل وار سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست ریسې په توګه د مبارکۍ ترڅنګ د لا بریا هیله ورته کوم».
ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ریسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز خبرې وکړې، په تیره څلور کلنه کاري دوره کې یې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه مالومات ورکړل او ویي ویل: ( د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ د اووه ګونو اصولو په رڼا کې خپل بشرپاله خدمتونه وړاندې کوي. همدارنګه د خیرپاله وګړو څخه مننه کوم چې تل یې په بشرپاله مرستو کې له سرې میاشتې سره همکارې کړې ده). ډاډ یې ورکړ چې په بشپړه بې طرفۍ او ناپلوۍ سره به د سولې او بشرپاله نړیوالو قوانینو په پلي کیدو کې مرسته کوم.
په پای کې د افغانستان د طبي شورای ریسې آغلې ډاکتر نسرین اوریاخیل خبرې وکړې، د آغلې ډاکتر نیلاب مبارز له کړنو، لاسته راوړنو او کاري همغږیو څخه یې مننه وکړه. غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sun, Jul 12 2026 3:03 PM
Background image

Kabul: Three-Day Media Monitoring Workshop Begins

Sunday, July 12, 2026

 

The Information and Dissemination Department of the ARCS has launched a three-day training workshop on media monitoring and media mapping for communications. . .

Sat, Jul 11 2026 9:40 AM
Background image

Health Services Provided to Thousands of Patients in Nimroz

Saturday, July 11, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Nimroz Province over the past 30. . .

Thu, Jul 09 2026 3:15 PM
Background image

Maidan Wardak: 24.3 Tons of Food Assistance Provided to 321 Returnee and Vulnerable Families

Thursday, July 9, 2026

 

The ARCS distributed 24.3 tons of food assistance to 280 returnee refugee families and 41 families without guardians in Maidan Shar, the capital of Maidan. . .

BACK TO NEWS