د (۱۴۰۰)ه.ش کال د را رسیدو په مناسبت د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه پیغام

arcs_website_admin
Sun, Mar 21 2021 9:31 AM
پیام رهبری جمعیت هلال احمر افغانی بمناسبت حلول سال نو (۱۴۰۰)ه ـ ش

درنو هیوادوالو!
خوشحاله یم چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه پلاوي، د ملي ټولنې ټولو کارکووکو، رضاکارانو او غړو په استازولي د ۱۴۰۰ لمریزکال د رارسیدوله امله مبارکي وایم. هیله لرم د پسرلي ښکلې ورځې په خوشحالۍ او آرامۍ سره تیرې کړئ. خدای ج د وکړي نوي کال زموږ د ځوریدلو او کړیدلو هیوادوالو لپاره د سولې او هوساینې پیل اوسي.
وروڼو او خویندو!
داچې نوی کال په ښکلي او زړه راښکونکي موسم سره پیلیږي، نو له ځانه سره ځانګړي پیغامونه هم لري چې پرمټ یې کولي شو د ځان او ټولنې لپاره ګټور تمام شو. که له یوې خوا د دې ښکلي او زرغون موسم زړه را ښکونکې غیږې ته ورځو، له بلې خوا د ځان او ټولنې د پراختیا او ښیرازۍ لپاره مټې را نغاړو ځکه چې فردي او ټولنیزې خوشبختۍ په فزیکي او معنوي زیار پورې تړلې دي. پر همدې بنسټ ټول په ګډه سره د نوي کال په را رسیدو سره زیار او هلې ځلې و کړو؛ ترڅو د خوشبختۍ او ښیرازۍ لوړو پوړیو ته ورسیږو.
بریالیو او خیرپاله هیوادوالو!
په تیر(۱۳۹۹) کال کې افغاني سرې میاشتې ټولنې خپل بشرپال خدمتونه د کوید ۱۹ ویروس سره د مبارزې او نورو طبیعی او غیر طبیعی پیښو پر وړاندی د هیواد په هره برخه کې د اړمنو او زیانمنو لاسنیوی وکړ چی شمیره یی پنځه ملیونه تنو ته رسیږي .
د افغانی سرې میاشتې ټولنې بشرپاله کړنې په وروستیو کلونو کی د پام وړ دی لکن د هیواد په بیلابیلو برخو کی د بیوزلو هیواد والو د لاسنیوی په موخه کافی ندی او د ورستیو څلورو لسیزو نا خوالو له امله په زرګونه هیواد وال  مرستو او لاسنیوي ته لاهم اړتیا لری او د افغانی سره میاشتې امکانات تردې حده ندی چی د ټولو هیواد اړتیاوو ته بسنه وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشرتابه تل هڅه کوي، چې د دې خیرپاله او ملي بنسټ پایې لا پیاوړې شي؛ ترڅو د خپلو بشرپاله مرستو وړتیا لا لوړه کړي.
سره میاشت خپلو موخو ته د رسیدو په پار او له وخت څخه په ګټنې یو ځل بیا له ټولو بریالیو او خیرپاله هیواد والو څخه هیله کوي ترڅو دا ملي او خیریه بنسټ پر خپل مادي او معنوي ملاتړ سره لا پیاوړی کړي.
په پای کې یو ځل بیا له لوي خدای (ج) څخه هیله کوم نوی کال په هیواد کې د سولې، آرامۍ او سوکالۍ کال و اوسي.
 
په درنښت
ډاکتر نیلاب – مبارز
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرسته

Latest news

Mon, Jun 22 2026 7:20 PM
Background image

Kabul: Training Workshop Held on Disaster Preparedness

Monday, June 22, 2026

 

A one-day training workshop on disaster preparedness and risk reduction was held at the central headquarters of the ARCS for the heads of the Disaster. . .

Mon, Jun 22 2026 3:39 PM
Background image

Kabul: ARCS Vice President and British Red Cross Official Discuss Expanding Cooperation

Monday, June 22, 2026

 

Hafiz Azizur Rahman, Vice President of the ARCS, met with Mr. Jeremy Smith, the British Red Cross Country Director for Afghanistan and Pakistan, at his office. . .

Sun, Jun 21 2026 2:14 PM
Background image

Kabul: Two-Day Crisis Management Training Workshop Launched

Sunday, June 21, 2026

 

A two-day training workshop on crisis management has begun for staff from various departments of the ARCS central headquarters, as well as regional zone. . .

BACK TO NEWS