هرات اسلام قلعه؛ له ايران څخه ۶ زره راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتيايي خدمتونه وړاندې شول

arcs_website_admin
Thu, Jun 26 2025 10:28 PM
هرات اسلام قلعه؛ له ايران څخه ۶ زره راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتيايي خدمتونه وړاندې شول

پنجشنبه، ٢٩ ذوالحجه ۱۴۴۶

د افغاني سرې مياشتې د رهبرۍ د هدايت پر اساس د مرکز، لويديځ زون او هرات نماينده ګۍ څخه يو ګډ پلاوى د ٢٠ تنو رضاکارانو په ملتيا د هرات ولايت اسلام قلعه بندر ته واستول شو څو له ايران څخه  راستانه شوو کډوالو ته بېړني بشري او روغتيايي خدمات وړاندې کړي. 

اوسمهال په سيمه کې د دوه ګرځنده روغتيايي ټيمونو له لارې کډوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي او  شاوخوا  ۶ زرو تازه راستانه شوو هېوادوالو ته د پخو خوړو  ترڅنګ د څښاک اوبه هم وېشل کېږي. 

د ياد خدماتو د وړاندې کولو هدف په بېړنۍ توګه  راستانه شوو کډوالو ته رسېدنه او د لنډ مهاله اسانتياوو د زمينې برابرول دي.

د يادونې وړ ده چې ورته بشرپال خدمتونه د تورخم په عمري او د کندهار په انځرګي پنډغالو کې هم راستانه شوو کډوالو ته دوام لري.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 3:12 PM
Background image

ARCS Acting President Meets IHH Delegation

Thursday, June 26, 2025

ARCS Acting General President, Sheikh Ul Hadith Shahabuddin Delawar, met with officials from the Foundation for Human Rights and Freedoms and Humanitarian. . .

Thu, Jun 26 2025 11:41 AM
Background image

Healthcare Services Delivered to 26,283 Residents in Khost Province

Thursday, June 26, 2025

Over the past month, medical teams from the ARCS have provided essential healthcare services across various districts and villages of Khost Province. These. . .

Wed, Jun 25 2025 8:28 PM
Background image

Competitive Exam Held for Three Key Positions at ARCS Cardiac Hospital

Wednesday, June 25, 2025

ARCS conducted a written examination for 207 candidates competing for three vacant positions at its Cardiac Hospital in Kabul. The positions include Medical. . .

BACK TO NEWS