۲۷۶۳ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!
۲۷۶۳ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!
افغاني سرې مياشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ۳۶ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوليز ډول ۲۷۶۳ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
ترڅنګ يې دافغاني سرې مياشتې د غړيتوب په برخه کې يې ۱۳۵ تنه نوي غړي هم راجذب کړي دي.