فاریاب ولایت کې پر ۷۰۰ اړمنو کورنیو (۲۱،۰۰۰،۰۰۰) یوویشت میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!
فاریاب ولایت کې پر ۷۰۰ اړمنو کورنیو (۲۱،۰۰۰،۰۰۰) یوویشت میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!
نن شنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د فاریاب ولایت په ميمنې ښار کې پر ۷۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو، د سرې مياشتې د مرکزي دفتر د دعوت او ارشاد د رئیس ښاغلي مولوي ګل الرحمن مهاجر، د شمال زون عملياتي آمر ښاغلي عبيدالله زبير او د فاریاب ولایت د نمایندګۍ د رئیس الحاج مولوي حمید الدین زبیر په شتون کې په ټولیزه توګه یوویشت میلیونه (۲۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.