د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
Sun, Dec 21 2025 1:28 PM
ka

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان: د پروپوزل لیکنې د مدیر همکار
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر:  ۱
جنسیت: نارینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  ۴۰ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر :  hr@0163

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۷/۱۰
۱۴۰۴/۱۰/۱۰
2025/Dec/31

دندې او مسؤولیتونه:
لومړی: کاري پلان ترتيبول او اړونده پورته مسٶل ته په مياشتني، درې مياشتني (ربعوار) او کلني ډول د ټولو کړنو راپور ورکول.
دویم: د هغو پروژو اخيستلو لپاره چې د ملاتړ کوونکو (ډونرانو) يا د افغاني سرې مياشتې ټولنې د کاري شريکانو له لوري يې ژمنه کېږي، پروپوزل لیکونکي سره د پروپوزلونو په چمتو کولو کې مرسته او همکاري کول.
درېیم: د اړوندې ادارې د غوښتنې پر بنسټ له پروپوزل لیکونکي سره د پروپوزل په ترجمه او کره کتنه کې مرسته او همکاري کول.
څلورم: د پروپوزل د بشپړولو په موخه له تمویل کوونکي ادارې څخه د پروژې اړوند ټول معلومات راټولول.
پنځم: د اړتيا په صورت کې د پروپوزل جوړولو په موخه له فرمايش ورکوونکي ادارې سره مرسته او لارښوونه کول.
شپږم: د هېواد نافذه قوانینو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې قانون، اساسنامه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټولو لائحو او کړنلارو ته پاملرنه او پابندي کول.
اوم: په اړوندو برخو کې د ستونزو د حل په موخه پورته مسؤول ته ګټورې مشورې ورکول.
اتم: د مراتبو سلسلو ته پاملرنه کول.
 نهم: حاضرۍ ته جدي پابندي کول.
لسم: له مراجعینو او کارکوونکو سره پرته له توپیري چلند نه غوره اخلاق کول.
يوولسم: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قانون، د کارکوونکو چارو ریاست د کړنلارې او ټولو هغو اړوندو کاري دندو، چې د اړوند رئیس له لوري چې د دندې اړوند ورته سپارل کېږي سرته رسول.
دولسم: اداري رازونه ساتل.
دیارلسم: د خپل مسئولیت د موخو او راتلونکو کړنو د لاغوره پلې کیدو او لاسته راوړنو په منظور؛ نوښتونه رامنځته کول او اړین تصمیمونه نیول.
څوارلسم: ټول شرعی احکام مراعت کول. 
پنځلسم: د ښو لاسته راوړنو په موخه د ترلاس لاندې کارکوونکو ټولې ورسپارل شوې کړنې تعقیبول، څارل او ارزیابي کول.
شپاړسم: دا لائحه له منظورۍ وروسته د اجرا وړ ده.

د دندې شرایط:
•     لېسانس وي ( انګلیسي ادبیات، حقوق یا عامه اړیکې یا بله اړونده څانګه)
•    د پروپوزل لیکنې برخه کې لږ تر لږه ۵ کاله کاري تجربه ولري.
•    انګلیسی ژبې  او کمپيوټر سره پوره بلدتیا ولري.
•    ماسټر ته ترجیح ورکول کېږي.


ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.