د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته ناروغانو درمنله پيل شوه

arcs_website_admin
Fri, Nov 29 2024 7:16 PM
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته ناروغانو درمنله پيل شوه

نن پنجشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۲۶ مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل مرکزي روغتون کې ددې خیریه ملي ټولنې په مرسته له بنګله دیش هېواد څخه د راغلو ماهرو روغتیاپالانو له لوري د شونډو او تالو چاود په رنځ د اخته ناروغانو د وړیا درملنې او جراحي عملياتونو د پيل په موخه پرانيست غونډه ترسره شوه. 
غونډه کې په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت د یاد هېواد له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په یاده ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه د اړمنو کورنیو د لاسنیوي په برخه کې یو اغېزمن ګام دی، نوموړي پدې برخه کې د بنګلدېش مرکز الاسلام بنسټ څخه د همکاریو د زیاتوالي او پراختیا غوښتنه وکړه. 
ورپسې د بنګلدېش مرکز الاسلام بنسټ په استازولۍ ښاغلي حمزه شهید الاسلام په خپلو څرګندونو کې د افغاني سرې میاشتې له لارې د ناچاره او اړمنو وګړو د لاسنیوي او درملنې ترڅنګ راتلونکي کې د سترګو، هډوکو او د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې د قوس له ۸مې تر ۱۵ مې د درملنې په یاد بهیر کې به په ټولیز ډول ۱۵۰ تنه ماشومان عملیات او تداوي شي.

ه پيل شوه

Latest news

Tue, Dec 16 2025 8:49 PM
Background image

Cash Assistance Provided to 1,500 Earthquake-Affected Families in Kunar

Tuesday, December 16, 2025

The ARCS, with support from the ICRC, provided AFN 37,500,000 in cash assistance to 1,500 earthquake-affected families in Mazar Dara area of Nurgal district,. . .

Tue, Dec 16 2025 5:08 PM
Background image

Food Aid Provided to 300 Vulnerable Families in Badghis

Tuesday, December 16, 2025

The ARCS, with support from the AFAD, provided 19.5 metric tons of food aid to 300 vulnerable families in Dara Bum district of Badghis province.
Each family. . .

Tue, Dec 16 2025 4:00 PM
Background image

59 Students Graduate from ARCS Mashal Bayat School

Tuesday, December 16, 2025

A graduation ceremony was held for 59 students who successfully completed the 12th grade at the ARCS Mashal Bayat School. The event was attended by Mr. Ahmad. . .

BACK TO NEWS