لوګر

arcs_website_admin
Tue, Jan 24 2023 9:58 PM
لوګر

نن د رجب المرجب پر ٢مه د سه شنبې په ورځ په لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه وشوه. ناستې ته د وینا پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته وویل، چې لوګر ولایت ته په راتګ خوښ دی او ویاړي، چې د قرباني ورکوونکي ولس له استازو سره ناسته کوي. نوموړي وویل، چې د افغاني سرې میاشتې راشه درشه په دې ولس کې له کونډو، یتیمانو او بې سرپرسته وګړو سره ده، خو دا ډېره سخته ده، چې مونږ د هېواد د ټولو بېوزلو لاسنیوی وکړو؛ مونږ تېر څه باندې یو کال کې ددې ولس د بشري مرستو په برخه کې لاسنیوي ته په کورنۍ او بهرنۍ سطحه هڅې وکړې، چې الحمدلله توانیدلي یو دغه موده کې له درې سوه زره څخه زیاتو کورنیو ته مرستې ورسوو، خو په دغه موده کې مونږ سره دا فکر و، چې څنګه د ولس رښتینی غږ تر مونږ راورسېږي او د افغاني سرې میاشتې مرستې رښتینو اړمنو وګړو ته ورسېږي؛ د همدې لپاره مو د ولایتي مجامعو فلج برخه بیا را ژوندۍ کړه، ددې برخې په هڅو به د هېواد په هره ولسوالۍ کې تنه او هره ښاري ناحیه کې ٣ استازي ټاکل کېږي، چې دوی به د ولس ستونزې او کړاوونه تر مونږ را رسوي او سخت اړمن وګړي به مونږ ته راپېژني؛ ترڅو د افغاني سرې میاشتې مرستې واقعي مستحقینو ته ورسېږي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډون کوونکو ته وویل، چې په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې استازي به ولس ته د افغاني سرې میاشتې د مرستو په اړه پوهاوی ورکوي او د ولس غږ به تر مونږ را رسوئ؛ د افغاني سرې میاشتې دروازې د ولس پر مخ پرانیستې دي، هر وخت کولی شي ستونزې تر مونږ را ورسوي؛ له مونږ سره چې څه وي هغه له ولسونو قربان دي. نوموړي وویل، چې په ټولنه کې د استازو د بهیر له پیل موخه داده، چې د افغاني سرې میاشتې له کارکوونکو ور اخوا د ټولنې له منځه راسخ وګړي د خپل ولس غږ او ستونزې تر مونږ راورسوي؛ ترڅو افغاني سره میاشت د یوې ملي ټولنې په توګه خپل ارزښت وساتلی شي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې ټولنه کې د استازو د ایجاد پروسه یې ځکه ایجاد کړې، چې وکړی شي ولس ته سالم او پر وخت بشري خدمات ترسره کړي. ناستې ته لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې رئیس مولوي قمرګل نصرت وویل، چې باید افغاني سرې میاشتې ته منسوب غړي په پوره اخلاص بشري خدمات ترسره کړي او ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې استازي مونږ ته د همکارۍ لاس راکړي. غونډې ته د افغاني سرې میاشتې د کورنۍ پلټنې رئیس مولوي محمد نسیم احمدي په خپلو خبرو کې وویل، چې په ولس کې د افغاني سرې میاشتې د استازو له ایجاد موخه په امورو کې بشپړ شفافیت راوستل دي. ورپسې د افغاني سرې میاشتې د ولایتي چارو د تنظیم رئیس مولوي مدثر همراز خپله وینا کې وویل، چې غوره ده ټولنه کې د استازو له لارې امور په ښه ډول مخ ته یوړل شي او د مشورو له لارې تنظیم شي. ناستې ته په جنوب لویدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې رئیس ښاغلي مولوي الیاس خېل ناصري وویل، چې تمه ده په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې استازي د ولس په استازیتوب مونږ ته هغه وګړي راپه ګوته کړي، چې کور کې د خوراک او پوښاک څه نه لري او د کټه ګورۍ پر بنسټ لومړی هغه څوک راپه ګوته کړي، چې د ماښام ډوډۍ ونه لري. نوموړي وویل، چې دوی باید له مونږ سره باید همکار واوسي، خو نه دا چې مونږ ته په کارونو کې ستونزې ایجاد کړي. د ولایتي مجامعو رئیس مولوي طیب مبارک غونډې ته د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو له پېژندنې وروسته وویل، چې په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو وجیبه ده، چې دوی به د افغاني سرې میاشتې د رسمي کارکوونکو فعالیتونه ارزوي او نیمګړتیاوې او خرابۍ به له اړوندو مسؤلینو سره شریکوي غونډې ته په لوګر ولایت کې د ټولنې د استازو له منځه یو تن غړي خیال محمد مخلص په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی به هڅه کوي، چې هغه وجیبه چې دوی ته د کاري تګلارې له مخې ورته غاړه ده؛ په صداقت ترسره کړي او بشري اړتیاو ته په کتو به لومړیتوبونه په پام کې وساتي ورپسې بل غړي مولوي عبدالجمیل وویل، چې یو بل ته د مرستې لاس ورکول یو شرعي اصل دی او باید تل یو او بل ته په ټولو خیریه کارونو کې د مرستې لاس ورکړي؛ نو ځکه مونږ ژمنه کوو، چې په لوګر ولایت کې به د ولس په منځ کې د افغاني سرې میاشتې ټول استازي په همغږې توګه بشپړه همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Nov 16 2023 9:09 AM
Background image

Acting General President of Afghan Red Crescent, held an introductory meeting with the Ambassador of Turkey,in his office in Kabul!

Acting General President of Afghan Red Crescent, Mr. Mawlavi Matiul Haq Khalis, held an introductory meeting with the Ambassador of Turkey, Junk Onal, in his office in Kabul. In the. . .

Wed, Nov 15 2023 9:07 AM
Background image

For Turkish language Fans!

For Turkish language Fans! We welcome you to read ARCS disseminations in Turkish language. We are happy that from now on, ARCS will disseminate for Turkish brothers and Turkish language. . .

Tue, Nov 14 2023 1:27 PM
Background image

Kabul!

Afghan Red Crescent has established free health centers for citizens who cannot afford treatment in private hospitals. which provides health services in various fields to the needy,. . .

BACK TO NEWS