پکتيا!
ټول هېواد کې ۲۴۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د نغدي مرستې بهیر کې نن او پرون د ربيع الأول د مياشتې پر ۸ مه او ۹ مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتيا ولایت په مرکز او ۵ ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د ټولټال ۸۵۰۰۰۰۰ اته نیم میلیونه افغانیو نغدي مرستې ویش ترسره شو.یاده مرسته کې هرې بې سرپرسته کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.