زابل؛ له ۷۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره ۱۰.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۲۶
Z

پنجشنبه، ۲۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۱۰.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

تمه ده، چې دغه نغدي مرسته د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو په راکمولو کې اغېزمنه تمامه شي.

افغاني سره میاشت د داخلي بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي؛ څو دوی ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۸:۵۴
Background image

خوست، میدان وردګ؛ له ۱۵۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۱ میلیون، ۵۸۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او د ځاځي ميدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربزو، نادرشاه کوټ، مندوزيو او تڼيو ولسوالیو له ۹۱ او د میدان وردګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۳۰
Background image

سمنګان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سمنګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۰۶۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۱۸
Background image

لوګر، غزني؛ پر ۱۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ۱ میلیون او ۳۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ او د غزنې ولایت د مرکز په قلعه امیر محمد خان او روضې سیمو کې پر ۱۲ سېلاب ځپلو کورنیو. . .

BACK TO NEWS