دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په خوست ولایت کې خوراکي توکي وویشل شول!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۵:۴۷
توزيع مواد غذايي جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت خوست !

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۲۷ نېټه ۱۰۰۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، بېځایه شوو، بې سرپرسته، یتیم ماشومانو، معلولینو او معیوبینو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او شاوخوا سيمو اوسیدونکو ته د خوست ولایت سرې میاشتې په انگړ کی ۹ قلمه خوراکي توکي چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لېتره غوړي،۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود ، ۷ کیلو دال، ، ۵ کیلو بوره، یوه کیلو شین چای او ۲ کیلو مالګه شامله وه د مرکزی سویل لوديځ زون رئیس محترم مولوی الیاس خیل (ناصری)، محترم مفتي زين العابدين صاحب زاده د خوست د سري میاشتې رئيس، کارکونکو ، رضاکارانو او رسنيو استازو په شتون کي ووېشل شول. یاده مرسته د آلمان د سولې کلي موسسي له لوري شوي وه.

د یادونې وړ ده چې پرون د سه شنبې په ورځ هم د پکتیا په ولایت کې یادې مرستې ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو باندې وویشل شوي.

 

توزيع مواد غذايي جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت خوست !

 

توزيع مواد غذايي جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت خوست !

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

هلمند کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ګرمسېر، مارجې، سنګین او باباجي ولسوالیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

دغه مرسته د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنيو کاروبارونو اړوند توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ځان بسیاینې په موخه د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو. . .

BACK TO NEWS