ميدان وردګ کې ۱۰۳ سيلاب ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې له لوري مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۱۴:۶
ميدان وردګ کې ۱۰۳ سيلاب ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې له لوري مرسته وشوه

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۲۴مه د ميدان وردگ ولایت په مرکز میدان ښار کې ۱۰۳ سيلاب ځپلو کورنيو سره د نړيوال فدراسیون د DREFF پروژې له مخې هرې کورنۍ اته ۸ قلمه خوراکي توکي وویشل شول.

په یاده ۸ قلمه خوراکي مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

ددې تر څنګ ۱۳ قلمه غیر خوراکي مواد هم وویشل شول، چې په کې ۷ کمپلې، ۲ ترپال، ۱ ديګ بخار، ۱ ديګ، ۱ چاقو، ۱ څمڅۍ، ۵ قابونه، ۵ کاسې، ۵ قاچوغې، ۱ دسترخوان، ۱ د اوبو سطل او ۲ د اوبو بوشکې شاملې دي. همدا ډول یو هایجن کیټ هم په مرسته کې وویشل شو.

 

ميدان وردګ کې ۱۰۳ سيلاب ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې له لوري مرسته وشوه

 

ميدان وردګ کې ۱۰۳ سيلاب ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې له لوري مرسته وشوه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۰
Background image

نورستان؛ د مرستو لومړی پړاو پای ته ورسېد، دویم په برګمټال کې پیلېږي

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۰۵۰۰ کورنۍ له دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۴۱
Background image

کاپیسا؛ د ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳۰
Background image

پنجشېر کې د زلزلې او سېلابونو زیانمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک په ګډون په اووه ولسوالیو (رخه، عنابه، دره، آبشار، شتل، حصه اول، پریان) کې د زلزلې او سېلابونو له امله. . .

BACK TO NEWS