ارزګان کې ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۱۳:۸
ارزګان کې ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۸مه په ارزګان ولایت کې له ۸۵۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه. یاده مرسته د ارزګان د مرکز اوسېدونکو ته د افغاني سرې میاشتې په ریاست کې وویشل شوه.

ټاکل شوې د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به ټولټال ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شي.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

پرون هم په ارزګان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

 

ارزګان کې ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه!

 

ارزګان کې ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

BACK TO NEWS