لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۶:۴۵
لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

د لوګر ولایت په مرکز پلِ علم او اړوندو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د مرغومي پر ۱۲مه له ۱۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. یاده مرسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرکزي سویل لویدیځ زون د رییس ښاغلي مولوي الیاس خېل ناصري او د سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو په حضور کې ترسره شوه.

یاده مرسته چې د ترکيې هېواد د سرې میاشتې له لورې شوې ده؛ په کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیتره غوړي، ۲ کیلو مکروني، ۲ کیلو مالګه، ۲ کیلو بوره او نیم کیلو شین چای شامل دي.

 

لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

 

لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

 

لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

BACK TO NEWS