زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۳۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۰/۱۰ - ۹:۱۷
جمعيت هلال احمر افغاني براي ٣٥٠ خانواده نيازمند در ولايت زابل مساعدت نمود!

پرون د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۸مه د زابل ولایت په میزان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۳۵۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د کویت او قطر هېوادونو له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه؛ په کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وريژې، ۵ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، چاي او يو نظافتي کیټ شامل دي. ټاکل شوې، چې سبا به هم په زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نوره مرسته اړمنو کورنیو ته وویشل شي. په پام کې ده په څو ورځو کې دننه به په زابل ولایت کې ټولټال ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قطر او کویت رالېږلې مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شي.

 

جمعيت هلال احمر افغاني براي ٣٥٠ خانواده نيازمند در ولايت زابل مساعدت نمود!

 

جمعيت هلال احمر افغاني براي ٣٥٠ خانواده نيازمند در ولايت زابل مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱۹
Background image

د نورستان او پکتیا د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو د کرایې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱٧ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان او پکتیا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

پ. . .

BACK TO NEWS