د افغاني سرې مياشتې رهبرۍ ته د ستراتيژيک پلان د جوړولو څرنګوالى تشرېح شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۶
د افغاني سرې مياشتې رهبرۍ ته د ستراتيژيک پلان د جوړولو څرنګوالى تشرېح شو

شنبه، ۸ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د ملي ټولنې نړیوال فدراسیون ستراتیژیک پلان جوړونې د برخې سلاکار ښاغلي جان وینک له لوري په افغانستان کې د یاد فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په شتون کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او د سکرتر جنرال مرستیالونو ته د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د جوړښت او مراحلو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو.
د ناستې پر مهال ښاغلي جان وینک د افغاني سرې میاشتې له کاري ټیم سره په ګډه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون، روغتیایي خدمتونو، کډوالۍ، طبیعي او غیر طبيعي پېښو پر مهال وړاندې کېدونکو بشري خدمتونو ته په کتو د ترتیب شوي ستراتیژیک پلان په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز نوموړي وویل، چې د یوه جامع ستراتيژیک پلان د جوړولو په موخه به نږدې راتلونکي کې د مرکز، سیمه ییزو زونونو او ولایتي نماینده ګیو مسؤولینو ته یو ښوونیز ورکشاپ دایر کړي؛ څو  هر مسؤول کس وکولای شي د اړونده سیمې د ستونزو او اړتیا وړ خدمتونو په اړه خپل نظر شریک کړي او لومړیتوبونو ته په کتو يو اغېزمن ستراتیژیک پلان رامنځته شي.
په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د ترتیب په برخه کې د نړیوال فدراسیون له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دې ستراتيژیک پلان په جوړېدو سره به د سرې میاشتې راتلونکي بشري خدمتونه تنظیم او لا ښه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS