کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۴:۳۷
کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

پرون د یکشنبې په ورځ په ۱۴۰۰/۹/۲۱ نېټه په کندهار ولایت کې د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ وچکالۍ ځپلو، جنګ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. ټاکل شوې ده، چې په روانو اته ورځو کې به په کندهار ولایت کې ۴۰۰۰ اړمنو کورنیو ته هره ورځ د ۵۰۰ خوراکي توکو بستې ویشل کېږي.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې او ټاکل شوې، چې له مهالوېش سره سم به په هلمند ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو او همدا رنګه په ارزګان کې به هم ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۹:۱۸
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۱۸ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۱۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۸
Background image

هرات؛ ۲۶۶ رواني ناروغانو ته جمپرونه ووېشل شول

شنبه، ۱۷ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري هرات ولایت کې د لویدیځ زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ۲۶۶ ناروغانو ته جمپرونه ووېشل شول.

د وېشل شویو جمپرونو ټولیز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۸
Background image

کابل؛ د قلبي روغتون روغتیايي کارکوونکو ته د رواني لومړنیو مرستو درې ورځنۍ روزنه پیل شوه

شنبه، ۱۷ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند قلبي روغتون نارینه او ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته د رواني لومړنیو مرستو، ځان‌ ساتنې او د کارکوونکو د پاملرنې په اړه درې ورځنی. . .

BACK TO NEWS